ایکناخبری اژانس دعجمان نیوز له قوله راپور راکړ، دحمید بن راشد له خیرّیه فاؤنډیشن سره اړونده د قرآن کریم دخدمت ځانګړی حمید بن راشد النعیمي مرکز،په ۱۴۴۴قمری کال کې دعجمان په نامې سره دقرآن کریم د جایزې د شپاړم پړاؤ دترسره کیدا دمقدماتو دپیلیدا خبر ورړ. په دغو سیالیو کې د ګډون کونې لپاره د نامو ثبتول د اکتوبر په یویشتمه نیټه پیل شوي دي
د قرآن د خدمت حمید بن راشد النعیمي ځانګړی مرکز ددغه خبر په اعلانولو سره روښانه کړې ده،په دغو سیالیو کې څلور فرعي سیالۍ شاملې دي چې په هغو کې دقرآن کریم سیالي،دښآریزو دمیّېندو سیالي،د زلمیانو سیالي او د پیاوړي ارادې لرونکو سیالي شامله ده.ددغه مرکز په وینا،په دغو سیالیو کې د ګډون کونکو دنامو دثبتولو لپاره تر ټولو وروستۍ فرصت دنومبر څلورویشتمه نیټه ده.
دغه سیالۍ د متحده عربی اماراتو د عجمان د حاکم او د لوړې شورا غړي شیخ حمید بن راشدالنعیمي د اقداماتو په لړ کې، د ټولنې په ټولو برخو کې دقران کریم د ځائيګي دلوړتیا،دټولنې په غړو کې د معرفت په رامنیځةکولو کې د قرآن کریم درول دپیاوړتیا او په متحده عربی اماراتو کې د قرآن دمینه والو د قدرونې او ستاینې پهخاطر ترسره کیږي.